امنیت

دايساف يو سرتيرى په يو بريد کې و وژل شو

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
دافغانستان په جنوب کي دايساف يوسرتيرى  و وژل شو .
دايساف ځواکونه وايي چې دهغوى يو سرتيرى  دافغانستان په جنوب د يوه افغان امنيتي ساتونکي له خوا وژل شوى دى .
  په يوه خبرپاڼه کې چې دايساف دمطبوعاتي دفتر له خواپه کابل کې  خپره شوې ده ويل شوي دي چې دغه جګړه پرون رامنځته شوې ده  .
خبرځاى زياته کړه :  يو قراردادي امنيتي  ساتونکي دايساف په سرتيري ډزې وکړې چې له امله يې دايساف يو سرتيرى ووژل شو او بريدکوونکي  په متقابلو
ډزو کې ووژل شو .
  ايساف ويلي دي چې په دې باب دايساف او افغان ځواکونو له خوا څيړنې  پيل شوې دي .
له بلي خوا  ايساف ويلي دي چې دهغوى يو سرتيرى  په غير پوځي پيښه کې دافغانستان په جنوب کې ټپي شوى و چې د سختو ټپونو له امله مړ شو .
په روان کال کې يوسلو شپږ ديرش بهرني پوځيان په افغانستان کې وژل شوي
چې يوسلولس تنه يې  امريکائيان  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته