کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د کندهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په لوړ شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۳ کیلو متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې یاد سړک د کندهار ـ روزګان پر لویه لاره فرعي سړک دی چې د سرخ بید سیمې څخه تر سپیني کلا او کاکړانو سیمو پورې غځېدلی دی.
مسوولینو زیاته کړې چې دغه سړک د یونفس موسسې په مالي ملاتړ په لوړ شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۱۳ کیلو مترو په اوږدوالي او ۶ متره سور سره جوړ شوی چې پرې ۶ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.