روغتیا

په هرات کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوې دي

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
په هرات کې په کووېډ- ١٩ ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زياتوالي د روغتيايي مسوولينو د اندېښنې سبب شوى دى.
په هرات کې په وروستيو ٢۴ ساعتو کې په کروناویروس ۵ اخته کسان مړه شوي او څه ناڅه ۴۵ تنه نور په دغه ویروس اخته شوي دي.
د هرات د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم تمنا وايي چې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره له تياريو سره سره د دغې ناروغۍ زياتوالى د اندېښنې سبب شوى دى.
د هرات د عامې روغتيا رييس وويل: دغه رياست په هوايي ډګر او د اسلام قلعه په پوله کې له مشکوکو کسانو څخه سمپلونه اخيستي دي او دغه راز له ښوونځيو څخه هم د کرونا آزمايښتونه اخيستل شوي دي چې پایلې به يې ډېر ژر اعلان شي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په کووېډ- ١٩ ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په زياتوالي سره، د عامې روغتيا رياست د راضي او ګذرې ۲۰۰ بستريز روغتونونه د کووېډ- ١٩ ناروغانو د منلو لپاره چمتو کړي دي.
اوس مهال د هرات په شيدايي روغتون کې ١٠٠ تنه ناروغان بستر دي.
روغتيايي مسوولين له خلکو څخه غواړي چې په کروناویروس د اخته کېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي ټکي رعايت کړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته