امنیت

درې سوه تنو سيمه ئيزو پوليسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
درې سوه تنو سيمه ئيزو پوليسو له يوې رونيزې پوځي دورې وروسته نن دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال اميرګل حسين خيل بغلاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو سرتيرو ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دتعليمي ټولې استادانو له خوان زده کړې  کړې دي او دا له دغه مرکز څخه  د سيمه ئيزو پوليسو نولسمه دوره فارغان دي.
د امنيت آمر زياته کړه: دغه سرتيري د مرکزي بغلان نهرين او ده بورکه له ولسواليو او د بغلان ولايت له مرکز  او د پلخمري څخه معرفي شوي وو او اوس  بېرته خپلو سيمو ته ځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته