امنیت

درې تنه غله په کابل کې ونيول شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
دکابل پوليسو يو مشهور او متکرر مجرم چې په ګرګ ده افغانان مشهور دى  ونيوه .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ددغې قوماندانۍ دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې موظفينو  تيره شپه  په ګرګ ده افغانانو مشهور محمدصابر  چې متکرر مجرم دى چې دکابل  ښار دسيدنورمحمدشاه مينې ، باغ بالا او دتايمنيو په ساحو کې دغلا او وژنې په ګډون په زياتو  جنايي قضيو کې لاس درلود ، دکابل ښار ددويمې امنيتې حوزې دکارتې سخي په غاښي کې دوسله والې غلا په وخت کې  له دوو وسلو سره ونيوه
له ګرګ ده افغانان سره رستم  چوچه او محمد عثمان چې دده  دوه تنه همکاران دي  هم نيول شوي دي .
دغه وسله وال غله په داسې حال کې نيول کيږي چې دکابل اوسيدونکي  دجنايي پيښو او وسله والو غلاو دزياتوالي له امله  شکايت لري.
دکابل پوليسو دوه ورځې مخکې ديوه جنايتکاره سازمان دوه تنه غړي چې ددولتي  اوپوځي  اشخاصو په ترور کې لاس درلود  دکابل   دقره باغ له ساحې څخه ونيوه او څه موده مخکې هم دپروان دسالنګ په ساحه کې دعملياتو په ترسره کولوسره ديوې جنايتکارې شبکې ددوو تنو غړو په وژلو سره دغه  جنايتکار بانډ له منځه يووړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته