ورزش

د پانکريشن سيالۍ پيل شوې

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
د پانکريشن د انتخاباتي سياليو شپږم پړاو نن په کابل کې پيل شو.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغه سيالۍ د بدني روزنې او سپورت په جمنازيوم کې پيل شوې او د کابل ولايت، د ملي اردو، د عامه نظم د پوليسو او د اسلامي ثقافت د مرکز په ګډون د اتلسو ولايتونو ورزشکارانو ګډون کړى دى او پنځه ورځې به سيالي وکړي.
د بدني روزنې رياست د غړي سيد نصرت د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ به له ٥٥ کيلوګرامه وزن څخه تر ٩٥ کيلوګرامو پورې په دوو برخو کې ترسره شي.
د پانکريشن فدراسيون د سلاکار لعل محمد سيار د څرګندونو له مخې: ددغو سياليو په پاى کې به له هر وزن څخه درې درې تنه غوره څيرې د پانکريشن د ملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې د پانکريشن ورزش د لومړي ځل لپاره په ١٣٨٥ کال کې په افغانستان کې رواج شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته