سیاست

دغزني دولايتي شورا درييس صاحب شاه قاضي دشهادت له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسرپرست مارشال محمد قسيم فهيم دډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختر دوږي نهمه
دغزني  دولايتي شورا درييس  صاحب شاه  قاضي  دشهادت له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسرپرست  مارشال محمد قسيم فهيم  دډاډ ګيرنې پيغام .
په ژورې خواشيني سره  مې خبر ترلاسه کړ چې  تير ماښام د افغانستان دخلکو سخت زړو دښمنانو په يو ترورستي پريد کې دغزني ولايت دولايتي شورا رييس صاحب شاه قاضي ددغه ولايت په مرکز کې شهيد کړ .
انالله و انا اليه راجعون
  په دې وسيله دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب دده دکورنۍ غړو  ، دوستانو  او دغزني ولايت   پتمنو خلکو ته  وړاندې کوم  او دلوى خداى ( ج ) له دربار  څخه ارواښاد ته  دفردوس جنت  اوکورنۍ ته يې  دجميل صبر  هيله کوم .
  ارواښاد صاحب شاه قاضي  خپل ګران عمر په عزت او سرلوړي  سره دخپلو خلکو  او هيواد  دجهاد او ازادي په لاره کې وقف کړ او دافغانستان دخلکو  دجهاد له برياليتوب  وروسته په بيلابيلو دولتي  پستونوکې خپلو خلکو او هيواد ته   دخدمت  جوګه شوي و .  دده مړينه  زموږ خلکو ته  په اوسنيو شرايطو کې  چې ټول  هلې ځلې کوي چې زموږ په ګران هيواد کې سوله ثبات او امنيت  تامين شي ، يوه ضايعه ده .
يوځل بيا دارواښاد او زموږ دهيواد دټولو درنو شهيدانو پاک روح ته  دعا کوم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته