کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره دنويو نښتو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه نښته نن سهار د دهرادو ولسوالۍ دطالبانو په پټنځي دپوځيانو له بريد وروسته ونښته .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې نښتې له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دى وايي چې په دغو بريدونوکې طالبانو ته دسر دزيانونو داوښتو تر څنګ ددغې ډلې څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره ويجاړ شوي دي .
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او دکلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ