کابل باختر دثور دمياشتې ٢٦ :
د هرات د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باخترآژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې استقلال ټيم د آمو ټيمو ته ماتې ورکړه او وروسته د سرخ پوشانو ټيم د بيګ بير پر ټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په هرات پيل شوې دي چې په دوام يې نن د اتفاق او انصاري ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ