امنیت

دکندز دسپين زر شرکت پاک شو او دکوماندو ځواکونه دچار درې په واټ کې ځاى پرځاى شول

-کابل باختر دتلي پنځلسمه :
دکندز ښار په مربوطاتو کې دخاصو عملياتو دفرقې  دجزوتامونو  دمنسوبينو  چاڼيز عمليات دوام لري .
  دخاصو عملياتو دفرقې  دمطبوعاتي دفتر مسوول  ډګرمن عبدالقيوم نورستاني  نن  باختراژانس ته  وويل چې تيره شپه دکوماندو ځواکونو وکولى شول  دکندز ښار د سپين زر شرکت ساحه  دمخالفينو له شتون څخه پاکه کړي  او د کوماندو ځواکونه  دچار درې  په سړک کې  هم  ځاى پرځاى شوي دي  چې له  وسله والو مخالفينو سره خورې ورې  نښتې دوام لري .
ده وويل  چې  دننګرهار ولايت  داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دخاصو عملياتو دفرقې  دلومړى لوا  دلومړى کنډک دمنسوبينو په عملياتو کې  داعشيانو ته  دسردروند زيان اوښتى دى   چې دداعشيانو اووه مرکزونه  او ددوى دمهماتو  دوه ډيپوګانې دړې  وړې شوي دي ، دوسايطو ضد لس ماينونه  کشف   او شنډ کړى شوي دي .   شپږ کلاشينکوفونه ، دوه  مارکولونه او يو ار پي جي =٧ توغندي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته