امنیت

په غورکې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د غور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او يو تن بل ټپي شو .
د پسابند ولسوال فريد افغانيار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په لوبې بوخت وو چې په ماين وختل او د چاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او يو تن بل ټپي شو.
د پيښې ټپي د غور ولايت روغتون ته ليږدو شوى او د روغتون د مسوولينو دڅرګندونوله مخې د ده روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته