امنیت

په مزارشريف کې د هند په قونسلګرۍ ديرغلګرو دبريد دځپوونکو پوځيانو ستاينه .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
هغه پوځيان چې په مزارشريف ښار کې دهند په قونسلګرۍ  ديرغلګرو دبريد په شنډولو او دهغوى په ځپلو کې  وړتيا ښودلې وه وستايل  شول .
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي و له دغو يرغلګرو سره په جګړه کې دملي اردو او پوليسو برخه والو پوځيانو ګډون کړى و .
دبلخ والي عطا محمد نور په دغو مراسمو کې په مزارشريف ښار کې دهند په قونسلګرۍ  ديرغلګرو په وړاندې دپوځيانوسرښندنې او اتلوالۍ وستايلې او ويې ويل چې دهېواد پوځيان دافغانستان دخلکو هيلې دي .
دبلخ  والي په دغو مراسمو کې دسوغاتونو په ورکولو سره دغه پوځيان وستايل
  په مزارشريف  ښار کې  دهند په قونسلګرۍ ديرغلګرو په بريد کې يو پوليس  شهيد او اته تنه نور ټپيان شول .
يرغلګر له پوځيانو سره له شلو ساعتونو جګړو وروسته وځپل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته