ټولنه

جمهور رييس کرزي د شهيد حشمت خليل کرزي د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٦
د افغانستان جمهور رييس حامدکرزي د شهيد حشمت خليل کرزي دفاتحې په مراسموکې ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغو مراسموکې چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار د عيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شول؛ د هيواد پر جمهور رييس سربېره د کابينې او ملي شورا ځينو غړو، جهادي مشرانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو، د وسله وال پوځ افسرانو ، ګڼ شمېر هيوادوالو او د ارواښاد د کورنۍ غړو ګډون کړى و .
جمهور رييس حامد کرزي او د فاتحې نورو برخه والو د ارواښاد حشمت خليل کرزي اروا ته دعا وکړه او د لوى خداى (ج) له درباره يې هغه شهيد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته