اقتصاد

دکاسا – ١٠٠٠ پروژې کارې ډلې غونډه وکړه .

کابل /د ليندې١٥مه /باختر :
دکاسا – ١٠٠٠ پروژې  دکاري ډلې غونډه په دوبى ښارکې جوړه شوه .
باختراژانس ته دافغانستان دبرېښناشرکت د خپرونو دفتر دمعلوماتوله مخي ، په دې غونډه کې دانرژى اواوبو وزارت اودافغانستان دبرېښنا شرکت مسوولانو او هم دتاجکستان ، قرغزستان  اودپاکستان دهېوادونو جګپوړو هيئتونو اوداسلامي پرمختيا بانک  ( دي  اف  اي دي(DFID (اودنړيوال  د يو اس اي ډي  (USAID)استازو ګډون وکړ .
په دې غونډه کې دکاسا – ١٠٠٠ پروژې داوسني حالت او په اړوندوهېوادونوکې دپرمختګونو او شتو ننګونوپه باب خبرې وشوې .
دغونډې په بهير کې اړوندوغړو دپروژې دتطبيق دبهير په ګړندي کولو ټينګار وکړ اودننګونو دلرې کولو لپاره يې يو لړ طرحې وړانديز کړې .
دپروژې داوسني حالت په ارزونې سربيره له کاسا – ١٠٠٠ پروژې  څخه دګټې اخستنې لارښود په باب هم خبرې وشوې او اړوندو هېوادونو په دې برخه کې  خپل ملاحظات  بيان کړل .
دغه راز دکاري  هئيت له لوري دکاسا _ ١٠٠٠ پروژې لپاره دګټې اخستوونکې کمپنۍ  داستخدام په لاره کې دتدارکاتي لارو چارو په باره کې هم خبرې وشوې .
ديادونې وړ ده چې دتطبيقي  جدول له مخې ،ټاکل شوې ده دکاسا – ١٠٠٠ پروژه په ٢٠٢٢ ميلادي کال ګټې اخستنې  ته وړاندې شي .
ختم_عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته