کابل باختردمرغومي دمياشتې١٩نيټه :
د څښاک د اوبو د يوې شبکې د جوړولو کار په دې وروستيو وختوکې په بلخ ولايت کې د ولسي تړون د پروګرام له خوا پيل شوى دى.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د څښاک د اوبو دغه شبکه د اوبو له زيرمې سره يې د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ولسي تړون دملي پروګرام له خوا د ٩٨٣ زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.
د دغې شبکې د کار په بشپړيدو سره د خلم ولسوالۍ يو شمېر کورنۍ دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه برخمنې کيږي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ