نيويارک اناتوليه باختر دسلواغې دمياشتې ١٠ :
د ملګرو ملتودسازمان سرمنشي بان کې مون به دافريقا اتحاديې دغړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي .
د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي وياند وويل چې بان کې مون په دې غونډه کې چې د ايتوپيا په پايتخت اديس آبابا کې جوړيږي؛ له جګپوړو مقاماتوڅخه به وغواړي چې د بوکو حرام له ډلې سره د مقابلې لپاره يوه لاره پيدا کړي.
په نايجريا کې دبوکوحرام د تروريستي ډلې د بريدونو له امله چې څه ناڅه ١٠زره
تنه وژل شوي دي؛ د زياتيدو په حال کې دي چې دغه هېواد د روان کال د سلواغې د مياشتې د ٢٥ نيټې د عمومي انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تيارى نيسي .
په خبرکې د دغو غونډو د جوړولو دقيقې نيټې ته کومه اشاره نه ده شوې.
0 1 دقیقه لوستل