په کندز ولايت کې درې منځنې ښوونځې ليسې ته لوړ شول .
دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، دکندز ولايت داورته بز ، دنجونومرکزي او دقلعه ذال ولسوالۍ د اتحاد منځنې ښوونځې ددغه ولايت دپوهنې رياست په وړانديز او دپوهنې وزارت په منظوري ليسې ته لوړ شول .
په هغي غونډه کې چې له همدي امله په دغه ولايت کې جوړه شوې وه دپوهنې مسوولينو ، يو شمير دولتي چارواکو او دښوونځيو ښوونکو دپوهنې درول او ليسو ته د منځنيو ښوونځيو دلوړولو دارزښت په باب معلومات ورکړل او زده کوونکي يې دعلم او پوهي زده کړې ته وهڅول .