فرهنګ

د ١٣٩٣کال د نوروز د جشن د نمانځنې د عالي کميسيون د فرهنګي کميټې خبرتيا!

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د ١٣٩٣کال د نوروز د جشن د نمانځنې د عالي کميسيون د فرهنګي کميټې  خبرتيا!
  ټاکل شوې ده د ١٣٩٣کال د نوروزجشن د نوروز د حوزې د غړو هيوادونو له خوا په لازيات پرتم سره په پغمان غونډى کې ونمانځل شي.
د نوروز دجشن د نمانځنې د عالي کميسيون فرهنګي کميټه د هيواد ټولوشاعرانو ته بلنه ورکوي چې په پښتو، دري او ازبکي ژبو او د هيوادپه نورو ژبو شعري پارچه د نوروز د حوزې د غړو هيوادونو د ګډ  سرودپه توګه برابره کړي.
شعربايد په کلاسيک وزن برابر شي او د تاريخي نوروز د حوزې ځانګړتياوې پکې شاملې وي.
د يادونې وړ ده چې د نوروزجشن دنمانځنې عالي کميسيون فرهنګي کميټې ډير ښه شعرته جايزه په پام کې نيولې ده.
شاعران کولاى شي خپل برابر شوي شعرونه تر لسو ورځو پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى معينيت ته وسپاري او يادې د باختر نيوز [email protected] په ايمل وليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته