ټولنه

روزنيزه کارګاه جوړه شوه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٤ :
د الوتنو د خونديتوب د حالت د څيړنې په مقصد نن د آلمان د (ډي.اف.اس)   کمپنۍ په همکارۍ د هوايي چلند په خپلواکه اداره کې روزنيزه ګاه جوړه شوه.
دغه روزنيزه کارګاه د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د عملياتي مرستيال  محمودشاه حبيبي او د دغې ادارې د عملياتي او تخنيکي برخې د مسلکي کارکوونکو  او د (آر  ام  اس)  د شرکت  د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه روزنيزه کارګاه د رادار د نوي سيستم په اړوند جوړه شوې وه چې ډير ژر به په افغانستان کې د استفادې وړ وګرځي.
د رادار دغه نوى سيستم به د افغانستان د هوا تر ٢٧ زرو فټو پورې ساحه  تر پوښښ لاندې ونيسي او د الوتنو لپاره د مزارشريف په نړيوال هوايي ډګرکې ورڅخه استفاده وشي .
په دې روزنيزه کارګاه کې د تخنيکي، عملياتي، روزني او له بهرنيوځواکونو څخه د افغانستان دولت ته د ملکي هوايي چلند د برخې د مديريت د ليږدونې  د ستونزو په باب خبرې اترې وشوې .
دغه رازپه دې کارګاه کې برخه والو د خونديتوب او محدوديتونو د مسئلو او د هغو ستونزو او خطرونو په باب چې ښايي د رادارو د نوي سيستم له کارولو وروسته رامنځته شي، خپلې نظريې شريکې کړې.
دغه راز د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې تخنيکي او عملياتي مسوولينو د موضوع په باب خبرې وکړې او د اړتيا وړ معلومات يې د ډي  اف  اس شرکت  له ماهرانو سره شريک کړل.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته