فرهنګ

دهرات ولايت دخبريالانو دمصوونيت په کميټه کې له يوه خبريال سره دپوليسو ديوه افسر دناوړه چلند څيړنه .

کابل باختر د ليندي اوومه :
له يوخبريال سره دپوليسو ديو افسر  ناوړه چلند  دهرات ولايت دخبريالانو دامنيت اومصوونيت په ګډه  کميټه کې وڅيړل شو .
يوسيمه ئيز خبريال چې دچارشنبې په ورځ دخبر دبرابرولو په مقصد دهرات دوالي دفتر ته مراجعه کوله په ورودي  امنيتي پوسته کې  دپوليسو ديوه افسر له بد سلوک سره مخامخ شو،.
سره له دې چې له دغې پيښې څخه وروسته په ډير لنډ ممکن وخت کې سرغړونکى له دندې څخه ګوښه او تر پوښتنې لاندې ونيول شو خو دخبريالانو دامنيت او مصوونيت دکميټې   مسوولانو ددغه شان کړنو د تکرار دمخنيوي په خاطر  دهڅو په زياتوالي باندې ټينګار وکړ
دهرات ولايت دټولنيزو چارومرستيالې او دخبريالانو د امنيت او مصوونيت دکميټې  رييسې  مونسې حسن زاده ددغه شان مواردو دجدي څيړنې او درسنيو خاوندانو ته دکاري خوندى او شفافې فضا  دتامينولو په کار کې دمسوولانو دپياوړې ارادې ډاډ ورکړ .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته