امنیت

په ننګرهار کې د یولړچاودنومخه ونیول شوه

– جلال آباد د وږي ۲ باختر
په ننګرهارکې د یولړچاودنومخه ونیول شوه .
پوځیانونن سهار د ننګرهار له ګڼ مېشتولاروڅخه شپاړلس ماینونه کشف او شنډ کړل .
زیاتره دغه ماینونه د شیرزاد او خوږیانوولسواليو په مربوطاتوکې کشف شول .
د هيواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې وسله والو طالبانو په دغوماین ښخونوسره غوښتل پوځیانواو ملکیانوته یولړخونړۍ پېښې رامنځته کړي .
وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ویلي ختم ع 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته