کابل باختر د مرغومي لسمه
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې په خپلو پټنځيوکې ووژل شول ..
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه د دوى په پټنحيو بريد وشو . .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې بريدکې دوسله والو طالبانو يوه پټنحي دړې وړې شوى دى او نهه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه طالبان په يولړ ډار اچوونکو فعاليتونوپه سازمان ورکولوبوخت وو چې پرې بريد وشو.
ختم_ سعيده _ اکرم