امنیت

له پنځو تنو افرادو سره يې په کندزکې د طالبانو د يوه قوماندان نيول کيدل

کابل /  باختر د تلې  دمياشتې  ١١  :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له پنځو تنو افــــرادو سره يې په کندزکې ونيول شو.
د کندز ولايت امنيه قوماندان محمدقسيم جنګل باغ نن باختر آژانس ته وويل :
تېره شپه په کندز ښار پورې اړوند د ناصرو په سيمه کې د پوليسو دځانګړو عملياتو په بهيرکې دقوماندان شمسو په مشرۍ شپږ تنه وسله وال طالبان  دپوليسو له خوا ونيول شول.
خبر ځاى وويل چې پوځيان د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه د کندز ښار په پاکولو بوخت دي او شپه او ورځ د کندز خلکوته دبشپړ امنيت د تامينولو په لاره کې کار او فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته