امنیت

د هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې درې تنه مهم غړي نیول شوي دي

جلال اباد باختر د لنیدۍ ۱۷ مه
د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په مربوطاتوکې د داعش وسله والې ډلې د مطبوعاتي مسوول په ګډون درې تنه مهم غړي نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې د داعش دغه مهم غړي د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، په نیول شویو کسانو کې، د داعش د ډلې د مطبوعاتو مسوول، په جلال آباد ښار کې د داعش د لېږد مسوول او په دې ښارکې د داعش د لوړ پوړو چارواکو د لېږد رالېږد مسوول شامل دي.
ویل کېږي دغو کسانو په لومړنیو څېړنوکې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دى.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته