کابلباختردچنګاښ دمياشتې١٠ نيټه :
د ښوونځيو په سلګونو تنه زده کوونکي او د پروان ولايت يو شمير اوسيدونکي د اوبو لګولوديوه کانال د اوبو د زهرجن کيدو له امله مسموم شول.
دپروان ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالخليل مصدق دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ زياتره مسموم شوي کسان د زربيا دليسې ښوونکي او زده کوونکي دي چې شمير يې څه ناڅه سلو تنو ته رسيږي .
ده وويل ؛ په لسګونو تنه نور دپروان ولايت په نورو سيمو کې هم مسموم شوي او روغتون ته ليږدول شوي تر درملنې لاندې دي.
ده وويل ؛ اړوندو مسوولينو دپروان کانال له زهرجنو اوبو څخه نمونه اخيستې ده او هغه يې ددقيق تشخيص په مقصد مرکزته ليږلې ده .
يوشمير مسمومو شويو کسانو ويل ؛ دکانال له اوبو څخه له استفادې وروسته دزړه بدوالى ، سالنډي او دمعدې درد هغوى ته پيدا شوى دى.
پاى شکريه ذ