امنیت

د زابل له مرکزي جېل څخه ۱۴ بندیان ازاد شول

قلات/باختر/ د چنګاښ ۴ مه
د جمهور ريیس محمد اشرف غني د فرمان په بنسټ د زابل له مرکزي جېل څخه د دوو مېرمنو په ګډون څوارلس بندیان ازاد شول.
چارواکي وايي، چې دغه بندیان د بېلابېلو جنايي او نورو جرمونو په تور نیول شوي وو، چې د جمهور ريیس د فرمان په بنسټ ازاد کړی شول.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د دغو بندیانو د خوشې کېدو په موخه په جوړې شوې غونډه کې د زابل د والي مرستیال استاد احمد تواب له ازادو شویو بندیانو وغوښتل، چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړی او د هېواد په ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته