خبرونهاقتصادټولنه

د ایران یزد ایر هوایي شرکت د بلخ او تهران ترمنځ الوتنې پیل کړې

کابل، د سلواغي لومړي نیټه، باختر

د بلخ ولایتي مسوولین وایي، چې ایران یزد ایر هوایي شرکت د تهران او بلخ ترمنځ د الوتنې لړۍ پیل کړې.

د یاد ولایت وياند حاجي زيد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې نن ایران یزد ایر هوایي شرکت لومړنۍ الوتکه ان ایربس ۳۱۰، له تهران څخه د مزارشریف هوایي ډګر ته راورسېده.

هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به دغه شرکت هره اوونۍ له تهران څخه بلخ او له بلخ څخه تهران ته پروازونه ولري.

د يادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په هېواد کې يو شمېر نورو نړیوالو هوايي شرکتونو خپل پروازونه پيل کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته