فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

 

ټاکل شوې وه دملي مسئلو په باب دخبرو اترو او تفاهم ترعنوان لاندې غونډه

دمرغومى دمياشتې  په ١٨ نيټه  جوړه شوې واي  .

څرنګه چې ددغې غونډې جوړول دټولنې دنظر دخاوندانو اوپوهانو له تود هرکلي سره  مخامخ  شو غوښتنه وشوه چې  په دې غونډه کې دونډې اخيستنې لپاره دتياري په مقصد برخه والو ته  دکافي وخت دورکولو په مقصد  په پام کې ده  دملي مسلو په باب دخبرو اترو  اوتفاهم  غونډه د:

·      سولې ته درسيدودلارو

·      افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته

·      دپاريس دکنفرانس څيړنه

·      اود سالم حکومتوالي په شان ترعنوانونو لاندې دمرغومى دمياشتې په ٢٤نيټه ديکشنبې په ورخ جوړه شي .

ګران هېواد وال دى خبروي .

دزياتو معلوماتو دترلاسه کولو په مقصد له  ٠٧٩٩٣٢٦٤٣١  _ ٠٧٠٠٢٩٠٩٩١  او  ٠٧٩٨١١٧٨٦٦ شميروټيلفونونوسره اړيکه نيولاي شئ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته