ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه  :
د پوهنې  وزارت د تخنيکي اومسلکي  تعليماتو د معينيت خبرتيا!
د کابل د اتو ميخانيکي انستيتوت  د کابل  او د ولايتونو د ښوونځيو  د نهمو ټولګيو  فارغې نجوني  او هلکان   د پنځه کلنې دورې لپاره په لسم ټولګي کې او د دولسمو ټولګيو فارغان ددوه کلنې دورې لپاره  په ديارلسم ټولګي کې  داختصاصي آزموينې له لارې د بريښنايي تجهيزاتو ، تخنيکي خدمتونو ، د موټرو دترميمولو ، د ماشين  جوړولو، د تکنالوجۍ  او سړک جوړولو د وسايطو  د ترميمولو په څانګو کې د ١٣٩٧ کال  د نويو زده کوونکو په توګه مني .
په شرايطو برابر مينه وال دې  له څلورو عکسونو او د تابعيت له تذکرې سره د چهلستون په نوي سړک کې د کابل د اتو ميخانيکي انستيتوت ته ورشي او د شموليت فورمه دې ترلاسه کړي  .        پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته