امنیت

څلورديرش تنه ډاراچوونکې په هلمند کې ووژل شول

 لښکرګاه باختر دلړم دمياشتې ٤ نيټه :
څلورديرش تنه ډارچوونکې پرون په هلمند ولايت کې ووژل شول.
دهلمند دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان باخترآژانس ته وويل؛ 
دافغان امنيتي اودفاعي  ځواکونوپه عملياتو کې چې  هلمند ولايت  دنادعلي ولسوالۍ  په چاه انجير سيمه کې ترسره شول  دوه ويشت تنه ډارچوونکي ووژل شول  چې مړي يې  له يوشميرجنګي وسايلو سره په سيمه کې پاتي دي  او شپيته ماينونه  دعملياتو په بهيرکې کشف اوشنډکړاى شول.
ده  زياته کړه  په دغو عملياتو کې اته تنه نور  ډارچوونکي ټپيان شول.
دغه راز دافغان  امنيتي اودفاعي ځواکونو  په عملياتو کې چې  هلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په سرخ  دوز سيمه کې ترسره کړل شپږ تنه  نور  ډاراچوونکي   ټپيان  اوڅلور تنه  ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته