ټولنه

دطبيعي پيښو له مصيبت ځپلو سره مرسته وشوه

کابل باختر د تلي ١٨
  سعودي عربستان په افغانستان کې دطبيعي پيښو له مصيبت ځپلو سره د ٩٥٠زرو امريکايي  ډالرو په ارزښت  دخوراکي توکو مرسته وکړه .
ددغو مرستو سندونه نن له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې دلوى رييس ډاکتر دايم کاکړ او په کابل کې دسعودي عربستان دسفير محمد منصور صالح الصافي ترمنځ لاسليک شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې: دسعودي عربستان سفير ددغې مرستې دسندونو له لاسليک کولو  وروسته وويل چې دغه مرسته د خادم الحرمين  شريفين او دسعودي  عربستان دباچا  په لارښوونه  او ددغه هيواد دخيريه  کارونو په چوکات کې داسلامي او وروڼو هيوادونو له خلکو سره کيږي .
ده وويل: په دې مرسته کې  ٢٠٠ ټنه وريجې  ، سل ټنه حبوبات  ،  پنځوس ټنه بوره  ،  ديرش ټنه غوړي اولس ټنه شين چاى شته چې په لسو زرو انډيو کې ځاى کړې شوي دي   چې  په افغانستان کې دسيلاونو د راوتلو او دنورو طبيعي پيښو له امله په زيانمنو شويو کسانو به وويشل شي .
په دغومراسمو کې له  پيښو سره دمبارزې  دملي ادارې لوى رييس ډاکتر محمد دايم کاکړ هم خبرې وکړې او دافغانستان له خلکو او په تيره بيا دطبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويوکسانو سره دسعودي عربستان دمرستو اوهمکاريو له امله يې قدرداني وکړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته