نړۍ

دسارک د غړو هيوادونو مشرانو غنډه په کتمندو ک جوړيږي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٣٠
ټاکل شوې ده دسارک دغړو هيوادونو دمشرانو غونډه په نږدې راتلوونکې کې دنيپال په کتمندو ښارکې جوړه شي.
دجمهوري رياست د ويندوى مرستيال فايق واحد له باختر آژانس سره په اړيکه کې تاييد کړه  چې جمهور رييس محمد اشرف غني هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
ده په دې باب زياتې څرګندونې ونه کړې.
دنيپال دبهرنيو چارو وزارت وياند ( بهارت راج ريجمي ) چې هيواد يې ددغې غونډه کوربه دى هم ويلي دي چې ددغه سازمان د اووغړو هيوادونو مشرانو دکتمندو په غونډه کې د ګډون په مقصد خپله موافقه څرګنده کړې ده.
ددغه سازمان دمشرانو د غونډو دجوړولو په مقصد مقدماتي خبرې اترې به ددغه اقتصادي سازمان دغړو هيوادونو په بهرنيو چارو د وزارتونو د استازو ترمنځ د راتلوونکي اوونۍ په نيمايي کې پيل شي.
نيپالي مقاماتو هيله څرګنده کړې ده چې ددغه سازمان غړي وکولاى شي په خپله راتلوونکي غونډه کې مهمو موافقو ته ورسيږي.
افغانستان ،هند، نيپال، بوتان، سريلانکا، بنګله ديش ،مالديف او پاکستان دسارک په نامه د آسيا دجنوب داقتصادي همکاريو د سازمان غړي هيوادونه دي.
له بله پلوه دهند دصدراعظم دفتر اعلام کړى دى چې ( نريند را مودي ) به د سارک د غونډو په بهير کې له جمهور رييس محمد اشرف غني سره وګوري.
دهند دصدراعظم دفتر هيله څرګنده کړې ده چې دغه خبرې اترې به هر اړخيزې او پراخې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته