سیاست

حامدکرزی: زموږ ملي بنسټونه له بل هر وخت څخه اوس د خپلو خلکو د خدمت او د خپلې خاورې د ساتنې ځواک لري

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د اقتصادي همکاریو د سازمان (ایکو) د مشرانو په دولسمه غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به نه یوازې داچې زموږ په هېواد کې امنیتي حالت خراب نه شي، بلکې له نن څخه به لاښه امنیت ټینګ، حکومتي او دولتي بنسټونه به لا پیاوړي او ځواکمن شي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: همدا اوس په هغو ټولو سیمو کې چې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته مسوولیت لېږدول شوی دی، په امنیتي حالت کې ديادونې وړ ښه والی راغلی دی.
حامدکرزي وویل: زموږ ملي بنسټونه له بل هر وخت څخه اوس د خپلو خلکو د خدمت او د خپلې خاورې د ساتنې ځواک لري.
ده، زیاته کړه: په سیاسي بهيرکې د افغانستان د ټولو اوسیدونکو د مشارکت او د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې د يادونې وړ پرمختګونه شوي دي او دا هغه لاس ته راوړنې دي چې زموږ ټول خلک له هغو څخه ګټه اخلي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته