خبرونهامنیت

يوولس طالبان په کندز کې ووژل شول

 کابل / دکب  ١٤مه /باختر

يوولس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .

د  ٢١٧ پامير قول اردو وياند باختراژانس ته خبرورکړ، په هغو هوايي بريدونوکې چې د کندز ښار ته څېرمه د تلوکه په مربوطاتو کې د وسله والوطالبانوپرسنګرونوترسره شول  ١١ وسله وال طالبان ووژل شول .

خبرځاى زياته کړه په دې بريدونو کې ٦ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.

دغه راز د کندز ښار په اتمه ناحيه کې د طالبانو پر يو ستر مرکز د کوماندو د ځواکونو په شپنيو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د وسلو اومهماتو او جامو يوه زيرمه ،يوموټر اوڅوموټرسايکلونه له منځه يوړل شول.

ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته