امنیت

دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ ټول کلي دداعش دځواکونو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر د سلواغې ديرشمه :
دشاهين – ١٨ په نامه  دافغان ګډو ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  دننګرهار ولايت  داچين ولسوالۍ ټول کلي دداعش دځواکونو  له شتون څخه پاک شوي دي.
  د٢٠١ سيلاب قول اردو  دقوماندانۍ مطبوعاتي مسوول  ډګروال محمد نعمان عاطفي  دباختراژانس خبريال ته وويل:  دشاهين – ١٨ عمليات پنځه ورځې مخکې  دامنيتي ځواکونو په ګډو هڅو سره  دداعش دځواکونو له شتون څخه  داچين ولسوالۍ  دپاکولو په موخه  پيل شوي و ، او ددغو عملياتو له امله ددغې ولسوالۍ ټول کلي دداعش دځواکونو له شتون څخه  پاک شوي دي .
  عاطفي زياته کړه : هغه په سلګونو کورنۍ چې دناامني په دليل داچين له ولسوالۍ او دننګرهار ولايت  له نورو سيمو څخه  مهاجرې شوې وې  بيرته خپلوکورونو او ټاټوبو ته ستنې  او ځاى پرځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته