ټولنه

د مبارکۍ پيغام

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢١ مه
د نيکمرغه لوی اختر د را رسيدلو په مناسبت د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری د مبارکۍ پيغام   
دافغانستان د عالمانو سراسري شوری د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت خپلې د زړه له کومي مبارکي د افغانستان جلالتماب جمهور ريئس، اجرائیه رئیس، د دولت د درې ګونو قواو مشرانو او غړو په ځانګړی ډول دافغانستان د دفاعی ځواکونو منسوبینوته چې په اختر کې هم له خپل دین او ملی نوامیسونه د دفاع په لاره کې خپل سنګرونه ساتی،  دافغانستان مسلمان ملت او ټول اسلامي امت ته وړاندې کوي او له الله تعالی څخه غوښتنه کوي چې د ټولې اسلامي نړۍ دحاجیانو حج مبرور و ګرځوي، په افغانستان او ټوله ا سلامی نړۍ کې د امن او ثبات په ټینګولو سره د نړۍ مسلمانانو ته خوښي ور په برخه کړي. په دغو مبارکو ورځو کې شتمنو کسانو ته پکار ده چې د مسکینانو، کونډو، یتیمانو، معیوبینو او نورو مستحقینو سره مرستې وکړي تر څو چې هغوی هم د اختر په خوږو پوه شي او له شتمنو کسانو سره د رېښتونې ورورولۍ د اړیکو په ټینګولو د اختر ورځې په ګډه ولمانځي.
مسلمانان باید خپل خفګانونه شاته وغورځوي او یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي او په دغو مبارکو ورځو کې له ټولو منکراتو او د شریعت ضد کړنو څخه ځانونه په کلکه وژغوري.
همدارنګه په وسله والومخالفینو یو ځل بیا غږ کوي چې له داسې کړنو څخه لاس واخلي چې د افغانانو د وژلو او ګران هېواد د ورانولو لامل ګرځي، د یو آرام، آباد او سمسور افغانستان د جوړولو په خاطر خپل مشکلات د خبرو اترو له لارې حل او د سولې لاره خپله کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته