سیاست

تبصره

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
ديو شمير مخورو کسانو ،دمدني ټولنې دفعالانو ،سياسي کارپوهانو او دامنيتي چارو دمسوولينو پرونۍ غونډه چې (دمهمو ملي مسالو په باره کې دخبرو او تفاهم) ترعنوان لاندې ،په کابل کې جوړه شوه په افغاني ټولنه کې ديوبل دمنلو او دزغم نښه نښانه ده.
دباختر آژانس مبصر ليکي: برخه وال په داسې حال کې په دې غونډه کې راټول شول چې هيواد دبنستيزو او برخليک ټاکوونکو بدلونونو په درشل کې دى.
دجمهورى رياست انتخابات او دبهرنيو ځواکونو وتل چې په ١٣٩٣ کال کې به په يوه وخت کې ترسره شي له بلې هرې مسلې څخه زيات زموږ هيواد او خلکو ته ډير مهم او ارزښتناک دى ځکه دغه دوه بدلونونه کولي شي له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان په سياسي راتلوونکې باندې اغيزمن وى او په هيواد کې دسولې دتامينولو او دسياسي لرليد مشخص کړي.
نن ورځ په افغاني ټولنه کې دسولې په باب چې جدى اړتيا ورته محسوسيږي ، پيچلى تعريف شته. په پرونيو خبروکې برخه والو دملي يو والي دتامينولو، دملت اوملت جوړولودتعريف،دجمهورى رياست دراتلوونکو انتخاباتو ،ښې حکومتوالۍ، ادارى فساد ،دسولې دبهير دڅرنګوالي ،دسولې دعالي شورا داغيزمنتوب اونه اغيزمنتوب ،دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دبدلون دلسيزې، دجګړې دبحران ،بهرنيو لاسوهنو او له هغو سره دچلند ،په ګډون ديوشمير مسلو او دځينو نورو مسلو په باب خبرې وکړې.
دغه ارز دکورنيو چارو او ددفاع دوزارتونو او دسولې دعالي شورا جګپوړو استازو دامنيتي مسلو ،دبهرنيو ځواکونو په نه شتون کې دامنيتي مرکزونو دعمل دظرفيت او ځواکمني او دسولې دبهير په باب معلومات وړاندې کړل او په بيلا بيلو اړخونو او په متفاوتو (مخالفو او موافقو )نظريو سره ددغو مسلو په باب خبرې اترې وشوې خو په دغو خبرو کې مهم ټکي چې کيداى شي مهم او ارزښتناک وي دبرخه والو زغم او ديوبل منل و.
د دوى خبرې که څه هم متقاوتې وې خو په هغو کې ملي انګيزه موجوده وه دهغوى عمومي نظردافغاني ټولنې ديوې سترې اړتيا په توګه دملي ګټو او دسولې دتامينولو په باب څرخيده هغوى په زيات زغم سره ديوبل نظر يې واوريدې چې په هغو کې دافغانستان دستونزې بهرني او کورنى عوامل وپيژندل شول او ټولو په دې کار موافقه رايه لرله چې دافغانستان ستونزه يوه بين الافغانى ستونزه نه ده بلکې دغه ستونزه بهرني پيچلى اړخونه لري چې حل کول يې متقابل درک او دملي هدفونو تحقق ته اړتيا لري داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دمهمو ملي مسلو په باره کې دخبرو او تفاهم په اړوند ويلې دي زمانه دخاصو مسووليتونو پيټې ددغه ملت دهريو وګړي په تيربيا دفاضلانو ،دنظر دخاوندانو او دسياستوالو په اوږو اږدي او له موږ څخه غواري چې ملي مسلې دتفاهم او خبرو له لارې وڅيړو او دخبرو او ديوبل دمنلو فرهنګ لازيات پراخ بنسټه کړو.
سياسي کاپوهان ملي هدفونو ته درسيدو لپاره دسياسي فعالانو او دمدني ټولنې دکارکوونکو د دريځونو په نږديوالې کې ددغه شان غونډو جوړيدل اغيزمن بولي چې نه يوازې په هيواد کې د ديموکراسي دتحرک او ټينګښت نښه نښانه ده بلکې داکار مشهود او په ډاګه کوي چې سياستوال او دمدنى ټولنې فعالين له متفاوتونظريو سره سره ملي قضيې ،غوښتنې او هدفونه غوره بولي او سوله يوه جدى اړتيا بولي او په هيواد کې دقضيو په نسبت ځان مسوول بولي او په مسوولانه ډول فکر کوي او دحل لاره يې مشخصوى چې داکار کيداى شي دخلکو په ژوندانه اغيزه وکړي او عامه افکاروته وده ورکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته