امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي د خپل د ماين قرباني شول

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې تېره شپه د ماين د چاودنې له امله درې تنه ماين ښخوونکي ووژل شول.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهلغوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه په شهرک ولسوالۍ پورې اړوند د نګار جومات په سيمه کې هغه وخت وشوه چې هغوى غوښتل ماين په سيمه کې ښخ کړي چې ماين وچاوديد او درې واړه ووژل شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې چاودنه کې يوبل طالب ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته