ورزش

دافغانستان دهندبال ملي ټيم دبنګله ديش له ټيم سره لوبه کوى .

کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
دهيواد د هندبال دملي ټيم ورزشکاران نن په هند کې دآسيا دجنوب په سياليو کې دبنګله ديش له ټيم سره لوبه کوي.
دهندبال دفدراسيون رييس يو سف نيازي دباختر آژانس ته وويل: د آسيا دجنوب دهندبال دسياليو لسمه دوره  د روان ميلادي کال دمارچ دمياشتې له درې ويشتمې نيټې څخه دهند په کوربه توب پيل شوي دي .
چې دافغانستان دهندبال ملي ټيم په الف ګروپ کې دپاکستان او نيپال له ټيمونو سره لوبه وکړه چې دنيپال دهندبال ملي ټيم بريالۍ شو خو دپاکستان دملي ټيم په وړاندې يې ماتې وخوړه.
ټاکل شوې ده نن مازيګر دهيواد دهندبال ملي ټيم ددغو سياليو د دريم مقام دګټلو او د ژيړو دمډال دترلاسه کولو لپاره دبنګله ديش له ټيم سره لوبۀ وکړي.
نيازي زياته کړه دهيواد دساحلي هندبال دملي ټيم غړو تيرکال په دغو سياليو کې دسپينو زرو مډال ترلاسه کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته