بغلان باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه :
د وچکالۍ له امله په بغلان ولايت کې د للمي غنمو حاصلات په سلوکې ٧٠ کمښت موندلى دى.
د بغلان ولايت د کرنې رياست د ترويج او پراختيا لوى مديرعبدالمحمود غفوري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په روان کال کې د بغلان ولايت په کچه په توليزه توګه ٨٧ زره ٦٠٩ ټنه له آبي ځمکو څخه او ٨٦ زره ٣٧٧ ټنه له للمي ځمکو څخه حاصلات راټول کړاى شوي دي.چې د تېرکال په پرتله په سلو کې ٧٠ کمښت ښيي.
د ترويج مدير زياته کړه: زياتره للمي ځمکې د دهنه غوري، بورکې، نهرين او د مرکزي بغلان په ولسواليوکې موقعيت لري چې له بده مرغه د وچکالۍ له امله د دغو ولسواليو بزګران زيات زيانونه زغملي دي.
ده زياته کړه: د بغلان ولايت د کرنې رياست په پام کې لري د مرکزي بغلان، نهرين، بورکې، تاله اوبرفک او پل حصار د ولسواليو او د پلخمري په بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره وويشي .
0 1 دقیقه لوستل