امنیت

په کندز کې دهوايي بريد له امله طالبانو ته دسردروندزيان واوښت

کابل باختر د تلي دريمه :
په کندز ولايت کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو نن دهوايي بريدونو له امله څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  په دغو ډار اچوونکو دکندز ولايت ددشت ارچي  او چاردرې  په ولسواليو کې  ددوى  په مرکزونو کې  بريدونه وشول .
  دکوماندو دځواکونو وياند جاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ويل کيږي  چې  دغه بريدونه دافغانستان دهوايي پوځ له خوا ترسره شوي دي
   دغه راز  پنځه تنه وسله وال طالبان په کندز کې  دکوماندو دځواکونو  په ځمکنۍ بريد کې  وژل شوي دي .
  په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې کله چې په موټرسايکل سپاره و او په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و  بريدونه وشول .
ويل کيږي  چې په دغو نښتو کې  پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دکوماندو  ځواکونو  په کندز کې  دوسله والو طالبانو دډلې  څوپټنځي  او  دجنګي وسايلو   ډيپوګانې ترلاسه کړي دي .
  ددغو ځواکونو وياند احمد جاويد سليم وايي چې  پوځيانو په چار درې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه نيولي دي  او دهغوى  پنځه موټرونه  او د  ماينونو  او د چاوديدونکو توکو څو ډيپوګانې يې له منځه وړي دي . 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته