ښوونه او روزنه

په بلخ کې د شپږو ښوونځيو ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
د ولسي تړون ملي پروګرام، د ٣٠ ميليونو ٣٠٠ زره افغانيو په لګښت په بلخ کې د شپږو ښوونځيو ودانۍ جوړوي.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس خبر ورکړ: دغه ودانۍ د بلخ ولايت په مربوطاتوکې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له بودجې څخه جوړيږي.
د دغو ښوونځيو په هره ودانۍ کې له ٦ څخه تر ١٢ درسي ټولګي، اداري خونې او د اړتيا وړ نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د دغو ښوونځيو د ودانيو په رغولو سره، سلګونه زده کوونکي ته د زده کړې مناسبه فضا برابريږي.
پاى – وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته