امنیت

ايران ته د يوې زياتې اندازې نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونيول شوه

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
ايران ته د يوې زياتې اندازې نشه يي توکو دقاچاقو مخه ونيول شوه .
دوه تنه چې غوښتل يې دغه توکي د افغانستان له نيمروز ولايت څخه ايران ته قاچاق کړي؛ د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شول.
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ دباختر آژانس خبريال ته وويل چې  ٤١٨ کيلوګرامه هيرويين ترلاسه شوي دي.
ده وويل چې  نيول شويوکسانو دنشه يي توکو انډي په مهارت سره په دوو موټرو کې ځاى پرځاى کړي و او کله يې چې غوښتل هغه ايران ته قاچاق کړي؛ د افغانستان او ايران ترمنځ سرحدي سيمه کې د وريښمو دپله په کلي کې دافغان  امنيتي مامورينوله خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته