امنیت

په خوست کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې ده

متون/دلړم۲۱مه/باختر
د خوست د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د تڼیو ولسوالۍ په درکي سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر په ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې پېښه پرون ناوخته د تڼیو ولسوالۍ په درکي سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې درې ښځې او یو ماشوم ټپيان شوي او یو بل ملکي وګړی وژل شوی دی.
تر اوسه پورې د پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته