
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دزمري دمياشتې د ٢٨ دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٧ کاليزې په درناوي نن دپاور لفتنګ فدراسيون له خوا ورزشي نمايشات ترسره شول .
دبدني روزنې او سپورت رياست دخپرونو غړي مجيب قاري زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه نمايشات دکابل ، پروان ، کاپيسا ، هرات ، پنجشير او دپکتيا له ولايتونو څخه دشپيتو تنو ورزشکارانو په ګډون دبدني روزنې او سپورت په رياست کې ترسره شول .