کابل باختر د تلي ٢٧ :
د سرو زرو يو انس په بيه کې د تېرې ورځې په نسبت کوم توپير نه دى راغلى. پرون يو انس سره زر په نړيوالو بازارونو کې ١٣١٦ ډالره وړاندې کيده، نن هم په ١٣١٦ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک د سرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو ، کويټې ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٥٠٠ افغانيو ،بحريني په دوه
زره دوه سوه افغانيو ، عربي ٢١٥٠ افغانيو ، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
1 د یوې دقیقې څخه لږ