امنیت

شپږ تنه جعلکاران په کندزکې ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه : دکندزولايت پوليسو پرون شپږ تنه د جعلکارۍ په تور ونيول. دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير ويس الدين تلاش باخترآژانس ته وويل: شپږو تنو جعلکارانو چې د پوهنې وزارت د تدارکاتو د رياست په نامه په جعلي سندونوسره يوه اندازه مالونه د کابل ښار له څو شرکتونوڅخه ترلاسه کړي و؛ په کندز ښارکې ونيول شول . دغوکسانو له څوشرکتونوڅخه اووه څلويښت ال سي ډي ټلويزيونونه، يوسلوشپيته ترکي غالى، يوزرو درې سوه متره ترکي موکيت، فرش او توشکو، سل متره پوښونه ترلاسه کړي و. خبرځاى زياته کړه چې دغوکسانو د کابل ښار د دولسمې ناحيې په مربوطاتوکې د لوحوپه ځړولو سره يو جعلي دفتر پرانستى و چې دپوهنې وزارت له خبرتيا وروسته يې لوحې لرې کړې او مالونه يې کندز ته وليږدول. تلاش زياته کړه چې پوليسو دغه کسان په کندز ښارکې هغه وخت ونيول چې اوولس ټلويزيونونه درې نوي غالي او د توشکو پنځه انډې پوښونه يې د يو اينو موټر په واسطه دغه ولايت ته ليږدولي و . يوه اړونده خبرځاى وويل: د زياترو دغو مالونو خاوندانو دکندز ولايت ته مراجعه کړې ده او خپل مالونه يې ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته