امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو د بريد پر وړاندې د ملي اردو د يوه سرتيري ميړانه

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه
په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو د يوه سرتيري  پر کور د طالبانو د ډله ييز بريد په بهير کې څو تنه يرغلګر ووژل شول او د هغه د نيولو لپاره د ډار اچوونکو هلې ځلې ناکامې شوې.
دغه پېښه پرون ماښام د خوږياڼيو ولسوالۍ په علي دندان کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې لسګونو تنو وسله والو طالبانو د ملي اردو د يوه سرتيري پر کور يرغل وکړ.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د ملي اردو دغه سرتيری يو ساعت د وسله والو طالبانو پر وړاندې وجنګيد او د دوى څو تنه يې ووژل چې ملګري يې را ورسيدل او يرغلګرو ته د سر دروند زيان واړاوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
د ملي اردو دغه سرتيري وويل: « که طالبانو زه نيولی وم؛ وژل کيدلم. مقاومت مې وکړ او توکل مې په الله (ج) وکړ او په پای کې د هغوى څو تنه مې ووژل او ملګري مې چې را ورسيدل، ټول مو ووژل.»
د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د دغې پېښې شاهدان وايي چې طالبانو غوښتل د ملي اردو دغه سرتيری ونيسي او په يوه صحرايي محکمه کې يې په ډزو سره ووژني، خو په خپله ووژل شول.
د ملي اردو دغه سرتيری خپله کورنۍ د کور خوندي ځاى ته ولېږدول او يو ساعت يې د يرغلګرو پر وړاندې مقاومت وکړ او په پايله کې وژغورل شو.
   ختم_  مينه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته