کابل /دتلې لومړى /باختر :
درې وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دجوزجان دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې، دغه جګړه دفيض اباد ولسوالۍ په ميرزايي او ګرجک کليو کې په امنيتي پوستو دطالبانو له بريد وروسته ونښته چې دپوځيانو دمقاومت په پايله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددښمن دوه پيکا وې هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ