کابل باختر دتلي څلورمه :
د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى حاجي مير احمد نن خپله دوه جريبه شخصي ځمکه ددغه ولايت دپوهنې د رياست په واک کې ورکړه .
دباخترآژانس دخبر له مخې: زموږ دغه پوهنپال هيوادوال دغه ځمکه د مقر ولسوالۍ د قرقچ بلوڅ دمنځني ښوونځى لپاره د ودانۍ جوړولو په خاطر ددغه ولايت د پوهنې د رياست په واک کې ورکړې ده .
دپوهنې وزارت ددغه نيک اقدام له امله د قدرداني په ترڅ کې له نوروهيوادوالوڅخه غوښتنه کوي چې تل له پوهنې سره همکار وي او له خپلې پوهنې سره مرسته وکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ